اسلام آباد 17 اکتوبر (اے پي پي) د خزاني او محصولات وفاقي وزير سینیټر محمد اورنګزیب وئيلي دي حکومت ټیکسېشن، توان او سرکاري ملکیتي ادارو كښې په پراخه بنيادونو د اصلاحات عمل روان ساتلو او د مجموعی قامی پیداوار په تناسب سره د ټيكس شرح 13.5 فیصد ته رسولو له لوظي دے، ټیکس لیکیجز ختمولو او ټيكس نه وركوونكې څانګې د ټيكس نيټ كښې راوستلو له اقدامات کوو۔ ده دا خبره د زيارت په ورځ پاکستان كښې د امریکې سفیر ډونلډ بلوم سره ملاقات كښې په خپلو خبرو كښې وكړه ۔د خزاني وزير ووئيل د وزیراعظم شهباز شریف په مشرۍ كښې حکومت اېف بي آر كښې اصلاحات او د بدلون كوټلي منصوبې منظوری وركړې، د اېف بي آر د آئي ټي په څانګه پرال كښې پوهان شامل كړې شوي۔ ملاقات كښې د شريكې خوښې په چارو ا?? په دوه اړخيزه مرسته د خيالاتو څرګندونه وشوه۔د خزاني وزير ووئيل د کلی معیشت په استحکام كا?? روان دے،ده د موسمیاتي بدلون او ماشومانو روزنې سختو چیلنجونو حواله وركولو سره ووئيل دې سره عدم مساوات كښې اضافه او مينځنۍ ??ه تر اوږدې مودې د معاشي پرمختګ او استحکام رفتار متاثره كيدے شي۔ده ووئيل پاکستان د كوټلي پرمختګ اهداف باوري كولو لپاره ترقیاتی شراکت دارو تکنیکي او مالي مرستې سره د موسمیاتی موزونیت په لړ كښې اصلاحات ??و غذائی كمے لري كولو له د مرستي منتظر دے۔ د امریکې سفیر د کلی میعشت استحکام ښه كولو له د پاكستان د هڅ?? په خاص توګه ټیکسېشن او توان په څانګو كښې چیلنجنګ او ښه اصلاحات پيل كول وستائېل۔ده تکنیکی او ترقیاتی اقدامات كښې دوه اړخيزه مرسته زياتولو اود پاکستان اقتصادی پرمختګ لپاره د اعلیٰ معیار امریکائي سرمایه كارۍ ته د ودې وركول?? په اړه د خپل عزم پخلے وكړو۔
Nguồn bài viết : SW Xổ Số