اسلام آباد۔3اکتوبر (اے پی پی) داخله وزير محسن نقوي د پي ټي آئي مشرتابه ته تر 17 اكتوبر د احتجاج مؤخر كولو مشوره وركولو سره وئيلي دي چې احتجاج كول د هر چا حق دے خو د هيواد د بدنامولو په قيمت به چاته د سياست اجازه وركولې نه شي ٬ كله چې په پاكستان ??ښې د ملائيشيا وزيراعظم موجود وي ٬ د سعودي عربستان د اعلی كچې پلاوي او د چينائي صدر راتلل وي او د اېس سي او كنفرس كېدل وي نو په داسې وخت ??ښې د احتجاج كولو مطلب څه وي؟ مونږ له د سېكورټي انتظاماتو ته كتل دي ٬ كه نن د جمعې په ورځ څوك احتجاج كوي نو هغوي سره به هېڅ ډول نرمي كولې نه شي٬ د كے پي كے وزراعلی يو ښه انسان دے هغه له به دې پرېكړې ته بيا كتنه كول وي۔ په اسلام آباد د بريد به په هر صورت ??ښې مخنيوي كوؤ۔ ده د زيارت په ورځ خبري كنفرنس ته خطاب كولو۔ ده ووئيل دا مهال د اسلام آباد انتظاميې لپاره حساس وخت دے۔ د ملائیشیا وزیراعظم تر سبا ورځې په پاكستان ??ښې دے٬ د سعودي عربستان د اعلی كچې پلاوې راتل??نك?? دے٬ د چين صدر هم پاكستان ته راروان دے٬ دې څخه وروستو به د اېس سي او كنفرنس كيږي۔ په 17 اكتوبر د چينائي صدر بېرته تلل دي۔ دا مهال د هغه سېكورټي انتظامات ضروري دي۔ ده ووئيل په 4 اكتوبر پي ټي آئي د احتجاج كال وركړے دے ٬ پي ټي آئي ته وايؤ چې سياست ضرور وكړۍ خو په داسې وخت ??ښې نه كله چې د كوم بل هېواد مشر په پاكستان ??ښې موجود وي۔ ده ووئيل مونږ له هر ډول انتظامات كول وي٬ د ملائیشین په پروټوكول او دوره ??ښې به كوم كمې نه كيږي۔ ده ووئيل دا مهال په اسلام آباد ??ښې دفعه 144 نافذ ده۔ ده ووئيل كه د ملائیشین وزیراعظم د دورې په مهال يوه وړه پېښه هم رامخې ته شي نو د دې نقصان به ټول عمر پورته كوؤ۔ ده ووئيل واجپائی چې كله پاكستان ته راغلے ؤ نو په لاهور ??ښې يوه وړه پېښه رامخې ته شوې وه د كومې طعنې چې تر نن ورځې راكولې شي۔ ده ووئيل سبا ورځ ډېره مهمه ??ه ٬ پاكستان سره د مينې لرونكي وګړي په حېث بايد څوك ناوړه حركت ونكړي۔ ده ووئيل د كے پي كے وزراعلی يو ښه انسان دے هغه له به دې پرېكړې ته بيا كتنه كول وي۔ په اسلام آباد د بريد به په هر صورت ??ښې مخنيوي كوؤ۔ ده ووئيل پوليس بشپړه تياري كړې بيا دې څوك ګيله نه كوي۔ ده ووئيل مونږ له 5 اكتوبر څخه پاک پوځ ٬ پېرا ملټری فورسز تعينات كول دي۔ مونږ له سېكورټي فول پروف جوړول دي۔ د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې ده ووئيل د جمعې په ورځ به كومه ??خصتي نه وي بياهم د اېس سي او كنفرنس په ورځو ??ښې به اسلام آباد ??ښې عامه ??خصتي وي۔ په دې اړه به باقاعده نوټيفكېشن كولې شي۔ آئی جی اسلام آباد د يوې پوښتنې په ځواب ??ښې ووئيل مونږ چې كوم كسان نيولي دي هغوي د احتجاج منصوبه بندي كوله?? دې كسانو څخه د مېخونو ډنډې ٬ ليندې او كانړي برآمد شوي دي
Nguồn bài viết : Nhận định bóng đá